د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د فبرورۍ په ۲۹مې نېټې ویلي، چې په غزې تړانګې کې باید سمدستي تلپاتې اوربند وشي او جنګ ځپلو سیمو ته باید ژر بشري مرستې ورسيږي.
د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ د روانې میاشتې په ۲۹مې نېټې خبر ورکړی، چې ولسمشر السیسي په همدې ورځ له خپل امريکايي سيال جو بايډن سره ټليفوني خبرې کړي او د غزې د وضعيت د ښه کولو، اوربند، د بنديانو د تبادلې او د بشري مرستو په اړتيا يې ورسره خبرې کړې دي.
نوموړي خپل امريکايي سیال بایډن ته ويلي، چې په سیمې کې د شخړې د خورېدو مخه ونيسي.