د ملګرو متلونو د بشري حقونو عالي کميشنر: د غزې شخړه باید هرومرو پای ومومي
CMG2024/03/01 09:37:58
شريکول:

 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړ پوړي کميشنر ولکر تورک د فبرورۍ په ۲۹مې نېټې د سويس په ژنيو کې څرګنده کړې، چې اوسمهال په غزې کې عام وژنه روانه ده او په دغې تړانګې کې روانه شخړه بايد هرومرو پای ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۵مه غونډه په همدې ورځ په اشغال شوې فلسطيني خاورې کې د بشري حقونو د حالاتو په اړه غونډه ترسره کړې ده.

عالي کميشنر تورک يادې غونډې ته ويلي، په تېر اکتوبر کې د فلسطين او اسرائيل شخړې له پيلېدو راهيسې په غزې تړانګې کې څه باندې ۱ لک کسانو ته مرګژوبله اوښتې، چې په دې جملې کې ۳۰ زره کسان مړه شوي، لس زره يې تری تم او ورک دي او برسېره پر دې شاوخوا ۱۷ زره ماشومان يتيمان شوي او يا له خپلو کورنيو څخه جلا شوي دي.