پوتین د روسیې په حکومتي راپور کې د لوېدیځو هېوادونو د لاس وهلو هڅې وغندلې
CMG2024/03/01 11:05:26
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۲۹مې نېټې د دغه هېواد په کورنيو چارو کې د لاسوهنې په اړه د لوېديځو هېوادونو هڅې غندلي او په ټينګار يې ويلي، چې روسيه به په خپلواکه توګه د پرمختګ لاره غوره کړي.

پوتین په همدې ورځ د روسیې مشرانو جرګې او ولسي جرګې ته د حکومتي راپور د وړاندې کولو پرمهال ويلي، هېواد به یې هیچا ته اجازه ور نه کړي، چې په کورنیو چارو کې يې لاسوهنه وکړي.

نوموړي ويلي، لوېدیځ هیوادونه هڅې کوي، چې شخړې راپورته کړي او روسیه دننه کمزورې کړي، مګر دا د دوی ډېره بې ځایه هڅه او غوښتنه ده.

نوموړي زياته کړې، روسیه به د سوله ییز ژوند حق خوندي وساتي او په خپلواکه توګه به د خپل پرمختګ لاره غوره کړي.