په نړۍ کې د ((د بشري حقونو د درناوي او تضمين په هکله د شي جين پینګ ویناوې)) رسالې د خپرېدو مراسم چې په فرانسوي او چیني ژبو ليکل شوي و، يانې په نړۍ کې د بشري حقونو د ادارې په برخه کې د چين پوهې په اړه یو سمينار د د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې تر سره شو.
په فرانسې کې د چين لوی سفير چن دونګ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په هکله د اروپا د څيړنيز مرکز مسؤل په شمول څو مخورو مېلمنو او د دواړو هېوادونو له سياسي، اقتصادي او کلتوري برخو څخه راغلو څه باندې شپېتو تنو استازو پکې ګډون کړی و.