شي جين پينګ په چين کې د نوې انرژۍ د چارو د باکيفيته پرمختګ لارښوونه وکړه
CMG2024/03/01 11:26:32
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون سياسي بيورو د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې په ماسپښين د نوې انرژۍ ټکنالوژۍ او د دغه هېواد د انرژۍ امنيت په اړه ۱۲م ډله ييز کورس ترسره کړی دی.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون عمومي منشي شي جين پينګ د دغه کورس مشري کړې او پر دې يې ټينګار کړی، چې انرژي د هېواد په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پورې اړه لري. د پاکې انرژۍ چارو ته وده ورکول او د اقتصادي او ټولنيزو چارو زرغون پرمختګ له اقليمي بدلون سره د مقابلې په اړه د نړيوالې ټولنې ګډ نظر ګرځېدلی دی.

نوموړي ويلي، چين بايد د نوې انرژۍ د چارو د باکيفيته پرمختګ لپاره لا زيات کارونه وکړي، د چيني شکله عصري کېدو بهير ابادۍ ته باید د انرژۍ قوي تضمين برابر کړي او د پاکې او ښکلې نړۍ د ګډې ابادۍ لپاره باید لا زيات خدمتونه وکړي.