چين د اړوندې ډېټا پر محدودویت د امريکا له تدبير سره مخالفت وښود
CMG2024/03/01 14:21:27
شريکول:

د امريکا ولسمشر جون بايډن په دې وروستيو کې یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړی، څو بهرني هېوادونه، په تېره بيا روسيه او چين د سوداګريزو يا نظامي موخو په پار د امريکايانو د شخصي ډېټاوو د ترلاسه کولو مخه ونيسي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په ۲۹مې نېټې د بايډن د دغه فرمان په غبرګون کې ويلي، چې امريکا پر چين بې اساسه تورونه لګوي، چې ګواکي دغه هېواد د ناوړه فعاليت لپاره د امريکايانو شخصي معلومات راټولوي.

نوموړې ويلي، امريکې د چين په ګډون ځينو هېوادونو ته د اړوندې ډېټا په لېږد محدودیتونه لګولي دي.

ماو نينګ دا د امريکې څرګند تبعيض یاد کړی او کلک مخالفت یې ورسره ښودلی دی او په وینا یې، د چين حکومت د ډېټا ساتنې او خونديتوب ته لوړ اهميت ورکوي او هيڅکله به شرکتونه يا اشخاص اړ نه کړي، چې د نورو هېوادونو له قوانينو څخه سرغړونه وکړي او اطلاعات او استخباراتي مالومات ورته راټول کړي.

(ژباړه: شکريه)