د ارون بوشنيل د ځان وژنې پېښه څه منعکسوي؟
CMG2024/03/02 15:04:14
شريکول:

د امريکا سیاستوال ويبپاڼې په يوه تازه خپره شوې تبصرې کې ليکل شوي، چې په امريکا کې د اسرائيلي سفارت مخې ته د ارون بوشنیل ځان ته د اور اچونې او ځان وژنې پېښه، د اسرائيلو په اړه د امريکايي حکومت له تګلارو سره د امريکايانو د ناخوښۍ  او مخ په زياتيدونکي قهر ښکارندويي کوي.

ارون بوشنیل د امريکا د هوايي ځواک د څارګر سرتېري په توګه دنده ترسره  کوله. نوموړي د فبرورۍ په ۲۵مه په پلازمېنې واشينګټن کې د اسرائيلي سفارت مخې ته ځان ته اور واچاوه او په دې سره يې په غزه کې د اسرائيلي پوځي عملياتو په اثر فلسطينيانو ته د زياتې مرګژوبلې له اوښتو سره احتجاج څرګند  کړ. دغه سرتېری بیا نژدې روغتون ته وړل شوی و، خو په ۲۶مه يې د سختې سوځېدنې او ژورو ټپونو له امله ساه  ورکړه.

بوشنيل له دې وړاندې په يوه وېډيو کې ویلي وو: زه به د توکم ختمولو په فعاليتونو کې نور ګډون ونه کړم.

د بوشنېل د ځان وژنې پېښه څه  منعکسوي؟

خبري رسنیو د بوشنېل د يوه ملګري په قول خبر ورکړی، چې بوشنېل خپل ملګري ته ويلي وو، چې امریکايي ځواکونو په مستقيمه توګه د فلسطينيانو په توکم ختمولو کې برخه اخيستې. ځينو امريکايي رسنيو خبر ورکړی، چې امريکا د تېر کال په اکتوبر کې په اسرائيلو کې ځانګړی ځواک ځای پر ځای کړی دی. بوشنیل د امريکايي ځواکونو له دغه عمل څخه ډېر خپه و او فکر يې کړی و، چې له ځواکونو څخه وختي تقاعد شي.

ډېرو امريکايانو په ټولنیزو رسنيو کې له بوشنېل سره خواخوږي څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې امريکايي حکومت باید د اسرائيلو په اړه په خپلو تګلارو وشرمېږي.

په حقیقت کې په امريکا کې پخوا هم د بوشنېل تراژيدۍ ته ورته پېښې شوې دي. د تېر کال په ډسمبر کې په اتلانتا کې د اسرائيلو قونسلګرۍ مخې ته يوې ښځې پر ځان پترول او اور واچاوه چې له امله يې سخته ټپي شوه.

د امریکا سياستوال ویبپاڼې خبر ورکړی، چې د بوشنيل له پېښې مخکې د امريکا یو شمېر حکومتي چارواکي د غزې په اړه د خپل حکومت په تګلارو ډېر ناخوښه شوي. يوه لوړپوړي چارواکي په جنورۍ کې له دندې نه د استعفا په لیک کې ليکلي، حکومت پر ظلمونو سترګې پټې کړي او زه نه شم کولی چې پدې اړه چپ پاتې شم.

د تېر کال له اکتوبر راهیسې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د نوي پړاو شخړو له امله نږدې ۳۰ زره عام وګړي مړه شوي او  نږدې ۲ ميليونه تنه نور بې کوره شوي دي، چې همدا له اسرائيلو څخه د امريکا د غیر معقول ملاتړ نتيجه ده او د بشري حقونو په اړه د امريکا رياکارانه سياست او دوه ګوني معيارونه رسوا شوي دي.

د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د روان پړاو شخړو له پيل وروسته، په نړیواله ټولنه کې د  دې جګړې د پای ته رسولو اوازونه ورځ تر بلې زيات شوي، خو امریکا له دې سره سره بيا هم په منځني ختيځ کې زيات پوځيان ځای پر ځای کړي، له اسرائيلو سره يې ګڼ شمېر پوځي مرستې کړي او د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا اړوندې مسودې يې ردې کړي، چې دغه کړنې د وضعيت د پرله پسې خرابېدو سبب شوي دي.

په حقیقت کې امريکا د منځني ختيځ په ډېرو نورو هېوادونو کې هم د جګړو په راپارولو کې لاس لري، خو سياستوال يې د جګړو له امله غم ځپلي خلک نه ، بلکې خپلې ګټې او باداري تر ټولو مهمه ګڼي.

د عربليګ سرمنشي احمد ابو الغیط ويلي، چې د امریکا کړنې دا ثابتوي، چې دغه هېواد په غزې کې د پرله پسې جګړې لپاره سياسي او اخلاقي مسئوليت لري.

نړيوال شنونکي پدې باور دي، چې د غزې د شخړو په اړه د امریکايي حکومت له تګلارو د امريکايانو مخ زیاتېدونکې ناخوښۍ ښايي د امريکا پر سږنيو ټولټاکنو منفي اغېزې ولري.