اوکراین له هالنډ سره د امنيتي همکاریو تړون لاسلیک کړ
CMG2024/03/02 11:13:11
شريکول:

د اوکراين د ولسمشرۍ وېبپاڼې د مارچ په لومړۍ نېټه خبر ورکړ، چې د دې هېواد ولسمشر ولاديمير ځيلينسکي په همدې ورځ په خارکيف ښار کې د هالنډ له صدراعظم مارک روټ سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ  یې د امنیتي همکاریو یو  لس کلن  تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې به هالنډ په ۲۰۲۴ کال کې اوکراین ته د ۲ میلیارډو یورو په ارزښت پوځي مرسته ورکړي. په راتلونکو ۱۰ کلونو کې به هالنډ د اوکراین د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عصري کېدو، د اوکراین او ناټو ځواکونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او د اوکراین د ملي دفاعي صنعت د پرمختګ په برخو کې مرستې برابرې کړي.