شي جين پينګ د ملي چارواکو د زده کړې او روزنې د درسي کتابونو شپږمې ټولګې ته سریزه ليکلې ده
CMG2024/03/02 10:27:49
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د ملي چارواکو د زده کړې او روزنې د درسي کتابونو د شپږمې ټولګې لپاره  سریزه ليکلې ده، چې ډېره ژر به خپره شي.

یاد درسي کتابونه ټولټال ۹ کتابونه دي. رئیس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د چيني شکله عصري کېدل د پياوړي هېواد د ابادۍ او د ملت د سمسورتیا لپاره سمه لاره ده او د انسانانو لپاره د عصري کېدو پر لور د تګ نوې لاره پرانيزي او د بشري تمدن نوې بڼه رامنځته کوي.

ده زیاته کړې، چې زموږ د کمونېست ګوند لپاره، دا نه یوازې ویاړلی تاریخي ماموریت دی، بلکې سخته عملي ازموینه هم ده. دا اړینه ده، چې د چین د کمونېست ګوند پراخ یووالي او د بېلا بېلو چارو پرمختګ ته وده ورکولو لپاره له تیوري څخه کار واخلو.