د ترکيې ولسمشر د نړیوالو مسئلو د حلولو لپاره د ډیپلوماټیکو لارو غوښتنه کوي
CMG2024/03/02 10:35:59
شريکول:

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د مارچ په لومړۍ نېټه د ترکیې په انتالیا ښار کې وویل، چې د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د شخړو په شمول نړیوال مسائل باید له ډیپلوماتیکو لارو حل شي.

اردوغان په همدې ورځ د ترکيې په انتاليا کې د درېیم ډیپلوماتیک فورم د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. د انتالیا ۳ ورځنی ډیپلوماټیک فورم د کړکېچ په وخت کې د ډیپلوماسۍ په موضوع دی او موخه یې دا ده، چې د اوسني سیمه ییزې کړکېچ د سوله ییز حل لپاره بحث وکړي. په دې مهمو نړیوالو مسئلو کې د فلسطین او اسرائیلو شخړه، د روسیې او اوکراین شخړه او داسې نور شامل دي.