د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د فبرورۍ په ۲۹ مه د حکومتي کاري راپور د مسودې د بحث لپاره يوه غونډه تر سره کړه، چې یاد راپور به د دولتي شورا لخوا د څوارلسمې دورې ملي ولسي کانګريس دوهمې غونډې ته وړاندې شي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه.
په دې غونډه کې پر دې ټينګار شو، چې سږ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی او د څلورلسم پنځه کلن پرمختګ پلان د تطبيق لپاره يو مهم کال دی. د چين حکومت بايد د رئيس شي جين پينګ په مرکزیت د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د نوې زمانې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نظريې تر لارښوونو لاندې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د اقتصادي کاري غونډې له روحیې سره سم د باکيفيته پرمختګ، د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتيا، د لوړپوړې تکنالوژۍ د خپلواکۍ، د خلکو د نېکمرغۍ او ټولنيز ثبات د ساتلو لپاره هڅه وکړي.