د فبرورۍ په ۲۹مه د غزې په تړانګه کې د مرستندويه توکو د تر لاسه کولو پر يو مرکز بريد وشو، چې له دې امله يې ۱۱۲ تنه ووژل شول او ۷۶۰ تنه نور ټپيان شول.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په لومړۍ نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين د دې پېښې له امله سخت خواشينی شوی او په کلکه يې غندنه کړې ده. چين له بېلا بېلو خواوو په تېره بيا اسرائيلو څخه غوښتنه وکړه، چې سمدستي اوربند وکړي، د ملکي وګړو ژوند خوندي او د بشري مرستو د ننوتلو لپاره اجازه ورکړي.
نوموړې زياته کړه، چې چين به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تدبيرونو د نيولو لپاره هڅه وکړي، تر څو په غزې کې ژر تر ژره اوربند وشي، بشري وضعيت ارام شي، د دوو دولتونو لایحې پلې او په منځني ختيځ کې اوږدمهاله سوله او امنيت تأمین شي.