په غزې کې د اسرائيلو پوځ د سختو بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي
CMG2024/03/02 10:32:59
شريکول:

د فلسطين تلويزيون د مارچ په لومړۍ نېټه  خبر ورکړ، چې د اسرائيلو پوځ په همدې ورځ د غزې تړانګې په مرکزي او جنوبي سيمو کې سختې بمبارۍ وکړې، چې له امله يې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل شول.

د یاد  خبر له مخې، د اسرائیلو پوځ د روانې میاشتې د لومړۍ نېټې په شپې د غزې تړانګې په مرکزي ښار دیرالبلح کې پر ګڼو استوګنځایونو هوايي بریدونه  وکړل، چې  له امله یې لږ تر لږه ۱۵ تنه ووژل  شول او ړنګو شویو ودانیو لاندې د ژغورنې کار لا هم روان دی.

همداراز د اسرائیلو پوځ په همدې ورځ د غزې د جنوبي ښار خان یونس په شمول پر ډېرو سیمو بمبارۍ وکړې، چې لږ تر لږه ۶ کسان یې ووژل. د غزې د تړانګې په رفح ښار کې پر یوه کور د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.