دا په څه معنا ده چې د سور سمندر د بحران په جریان کې د اروپا او چین باري رېل ګاډیو خپل فضیلت برجسته کړی؟
CMG2024/03/03 13:55:04
شريکول:

د کوريا جمهوریت ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د حوثي وسله والو لخوا د سور سمندرګي له لارې د بېړيو د تګ راتګ بندېدو په ټوله نړۍ کې د توکو د ليږد راليږد چارې بحراني کړې او له امله يې په وروستيو څلورو مياشتو کې له کوريا جمهوریت څخه اروپا ته په بېړيو کې د بار مالونو د ليږد لګښت ٪ ۲۵۰ زيات شوی دی، دا چې چين اروپايي ټولنې ته د رېلپټلۍ ايکسپرس يا باروړونکې رېلپټلۍ لري ، د صادراتو په برخه کې د کوریا جمهوريت د سيالۍ توان ښايي سوکه سوکه کم زوری شي.

د کوریا جمهوریت د خبري رسنيو اندېښنې دا ښيي چې د سور سمندرګي بحران او د باربارۍ او عرضې د نړیوال ځنځير د خرابېدو پر وړاندې اروپا ته د چين باروړونکو رېلپټليو څرګند غوره والی ښودلی دی.

سور سمندرګی، سويز کانال ته له غځېدونکو سمندري لارو څخه دی. هر کال د نړۍ ٪ ۱۵ سمندري سوداګرۍ،  ٪ ۳۰ کانټينرونه، ٪ ۳۰ د الوتکو لپاره تيل، ٪ ۱۲ طبيعي ګاز او ٪ ۸ غلې دانې د سور سمندرګي له لارې ليږدول کیږي.

د تېرکال له نومبر راهيسې، د يمن حوثي وسله والو له فلسطينه د ملاتړ په پار د دغه سمندرګي له لارې  د اسرائيل پر اړوندو تېرېدونکو بېړيو بريدونه کړي دي. امريکا او بريټانيې د حوثي وسله والو بريدونو ته په غبرګون کې د روان کال په جنورۍ کې د حوثي وسله والو پر تاسيساتو هوايي بريدونه کړي، چې په پايله کې ډېرې بېړۍ اړې شوې، چې د سفر لپاره سور سمندرګی انتخاب نه کړي او د جنوب لوېديځې افريقا (Cape of Good Hope)  یا (د نېک امید څوکه) له لارې سويز کانال ته رسيږي. په داسې حال کې د صادراتي مالونو د ليږدولو ډېرې تصدۍ اروپا ته د چين باروړونکو رېلپټليو پام اړولی دی.

اروپا ته د چين باروړونکې رېلپټلۍ د بېړيو په پرتله څه غوره والی لري؟

د امريکا ډيپلوماتيکې تګلارې مجلې په ليکنه کې راغلي، په داسې حال کې چې سور سمندرګی له بريدونو سره مخامخ شوی، د پانامې کانال له وچکالۍ سره مخ دی او د ملاکا تنګي په شاوخوا سيمه کې د شخړو د رامنځته کېدو امکان ډېر شوی، د اروپا او اسيا ترمنځ باروړونکې رېلپټلۍ د توکو د ليږد راليږد لپاره لاباوري ښکاري.

برسيره پردې، پدې وروستيو کې په بېړيو کې د توکو د ليږد بيې ډېرې لوړې شوې دي. د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ پرمختګ ټولنې تازه شمېرې ښيي، چې د تېرکال له نومبر راهيسې د چين له شانګهای څخه د سويز کانال له لارې اروپا ته په بېړيو کې د توکو د ليږد بيه درې چنده لوړه شوې، چې د رېلپټلۍ له لارې د توکو د ليږد بیې ته نږدې شوې او په بېړیو کې د توکو د ليږد وخت يې د رېل پټلۍ لارې په پرتله څه باندې ۲۰ ورځې زیات دی.

د چين تازه شمېرې ښيي، چې اروپا ته يې باروړونکو اورګاډو له فعالېدو راهيسې تر ۸۵ زرو زيات ځلې تګ راتګ کړی او له روان کال راهيسې يې ۲۶۰۰ ځلې تګ راتګ کړی دی. د دغو اورګاډو له لارې د اروپا زيات توليدات چينايانو ته ورپېژندل شوي او د چين تولیدات هم د اروپايي مشتريانو د هرکلي وړ ګرځېدلي دي.

دغه رېلپټلۍ تراوسه د اروپا د ۲۵ هېوادونو ۲۱۹ ښارونو ته غځېدلې چې د اسیا او اروپا ترمنځ د مالونو د ليږد او اقتصادي او سوداګريزو همکاريو لپاره يې نوې لار پرانيستې او د دوو لویو وچو پرمختګ ته يې نوی خوځنده ځواک وربښلی دی.

اروپا ته د چين باروړنکې رېلپټلۍ د کمربند او لارې د ابادۍ په پار پرانيستل شوي او د نړيوال ترينګلي وضعيت پر وړاندې يې ثابت پرمختګ ساتلی دی.