د ملګرو ملتونو د چاپيریال ۶مه اسامبلي په دې وروستيو ورځو کې تر سره شوې. چين د دې اسامبلۍ په څنډه کې د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليکوونکو ۱۵مې غونډې د رئيسه هېواد په توګه د کون مينګ - مونتريل د بيولوژيکي تنوع نړيوال چوکاټ د پلي کولو د طرحې لپاره ځانګړی نړيوال سيمينار تر سره کړی. د ملګرو ملتونو د چاپيريال د پلان جوړولو ادارې اجرايي مشرې انګر اندرسن، د بیولوژيکي تنوع تړون د دارالانشأ لنډمهالي اجرائيوي سکریتر داويد کوپر او د کاناډا، ګابون، چيلي، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام په شمول د يو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو په دې سيمينار کې ګډون کړی.
په دې سيمينار کې بېلابېلو ګډونوالو د کون مينګ - مونتريل د بيولوژيکي تنوع نړيوال چوکاټ د پلي کولو پرمختګونه او تجربې شريکې کړې.
د چين د چاپېريال وزير هوانګ ژون چيو په دې سيمينار کې د بيولوژيکي تنوع تړون لاسليکوونکو د ۱۵مې غونډې د رئيس په توګه د چاپيريال د پرمختګ او ساتنې په برخه کې د چین لاسته راوړنې معرفي کړې.