د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمیټې د دوهمې کلنۍ غونډې مطبوعاتي ناسته د مارچ په ۳مه نېټه تر سره شوې. د دې غونډې وياند ليو جيې يي کورنيو او بهرنيو خبري رسنيو ته د يادې غونډې په اړه معلومات او د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د معلوماتو له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمیټې دوهمه کلنۍ غونډه به د مارچ د ۴مې نېټې د مازديګر په ۳ بجو پيل، شپږ ورځې به دوام وکړي او د لسمې نیټې په سهار به پای ته ورسېږي شي.