د تايلند لومړی وزير: چينايانو ته له وېزې پرته سفر اجازه به د تايلند اقتصاد ته ډېره ګټه ورسوي
CMG2024/03/03 14:51:19
شريکول:

د چين او تايلنډ تر منځ له ويزې پرته د تګ راتګ تړون د مارچ له لومړۍ نېټې څخه نافذ شوی.

د تايلنډ صدراعظم سريتا تاويسين د چين ميډيا ګروپ له خبريالانو سره په مرکه کې وويل، چې د سيلانيزو چارو پرمختګ د اقتصاد د هڅولو لپاره مهم رول لوبوي او هېواد به يې د ياد تړون له لارې خپل اقتصاد ته حياتي ځواک پيدا کړي.


نوموړي وویل، له ياد تړون ښکاري چې تايلنډ له چين سره دوستانه روحيه لري او چين ته په درنه سترګه ګوري، چين له تايلنډ سره نږدې اړيکې لري، نو تايلنډ پرېګړه وکړه چې چينايانو ته له وېزې پرته د تګ راتګ پاليسي جوړه او پلې کړي.

د تايلنډ د سيلانۍ او سپورټ وزارت د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه يو لړ شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د فبرورۍ تر ۲۵مې نېټې پورې له يو ميليون څخه زياتو چينايانو تايلنډ ته سفرونه کړي او په تايلنډ کې د چيني سيلانيانو شمېر د بهرنيو سيلانيانو په منځ کې لومړۍ مقام نيسي.