د سوداګرۍ نړيوال سازمان د وزيرانو ۱۳مه غونډه د مارچ په ۲مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پای ته ورسيده. د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن د دغې غونډې په ځای کې (( د اقتصادي پرمختګ د فرصتونو شريکول )) خپرونه خپره کړې او د يادې غونډې له یو شمېر ګډون کوونکو سياستوالو، سوداګرانو او کارپوهانو او د ځينو نړيوالو سازمانونو له مشرانو سره يې مرکه کړی ده.
د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د چين لوی سفير لي چنګ ګانګ سي جي ټي اېن ته وويل، چې چين تل د څواړخيزو سوداګريزو اصولو ملاتړ کړی او د خپل ورخلاصون کچه يې په پرله پسې توګه لوړه کړې .
نوموړي وويل، چين د سوداګرۍ نړيوال سازمان له نورو پرمختيايي غړو سره (( د پرمختګ د هڅولو لپاره د پانګونې اسانتيا تړون)) طرحه کړی او پراخ ملاتړ يې تر لاسه کړی.
نوموړي باور وښوده، چې دغه تړون به نړيوالو ته، په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو خلکو ته زیاتې ګټې ورسوي.
د لبنان د اقتصاد او سوداګرۍ وزير امين سلام وويل، چې لبنان د ښه پرمختګ لپاره د چين په شان لويو بازارونو ته اړتيا لري، نوموړي هيله وښودله چې لبنان او چين به د ګډو همکاريو له لارې ګټې تر لاسه کړي.
د اکوادور د توليد، د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې وزير سانزارز ګارسيا له ياد تړون ملاتړ څرګند کړ او ویې ويل چې چې د پانګونې چلند به د اقتصادي زياتوالي او دوامدار پرمختګ لپاره کليدي رول ولوبوي.