د اروپايي او اسيايي چارو په اړه د چين ځانګړی استازی لي هوی په ځايي وخت د مارچ په ۲مه نېټه د اوکراین بحران د سیاسي حل په پار د دوهم پړاو ډيپلوماتيک سفرونه پيل کړي او له پلازمېنې بېجينګ څخه د روسيې پلازمېنې مسکو ته لاړ.
مسکو د لي هوی د روانو مسلسلو سفرونو لومړی منزل دی. نوموړی به په مسکو کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت له اړوندو چارواکو سره وګوري.
ټاکل شوې چې لي هوي به د مارچ له ۲مې نېټې څخه روسيې، د اروپايي ټولنې مقر، پولنډ، اوکراين، جرمني او فرانسې ته سفرونه وکړي، څو د بېلابېلو خواوو ګډ نظرونه راټول کړي او د اوکراين بحران د سياسي حل لپاره د چین نظرونه بيان کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماو نينګ د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه خبري رسنيو ته ويلي: د اوکراين پر شخړې دوه کالونه واوښت، خو لا هم پکې جنګ روان دی او په خبره يې، په اوکراين کې د اوس لپاره تر ټولو بيړنۍ دنده د سولې اعاده کېدل دي.