له هوا څخه غزې تړانګې ته د امريکا له خوا د مرستو رسول ريا کارانه عمل بلل شوی
CMG2024/03/03 14:20:48
شريکول:

د امريکا مرکزي قوماندانۍ د مارچ په ۲مه نېټه ويلي، چې هېواد يې په الوتکو کې غزې تړانګې ته بشري مرستندويه مواد رسولي دي.

دا چې امریکا د اسرائيل او فلسطين د روانې شخړې له پېښېدو راهيسې له اسرائيل سره ولاړه ده ،نو غزې ته د دغه هېواد يادې مرستې د ځينو نړیوالو ارګانونو د چارواکو لخوا رياکار ګڼل شوې ده.

د بحران نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د پروګرام مشر ريچارډ ګوون په دې اړه ویلي، چې په الوتکو کې د موادو د رسولو کړنه د تبليغاتو لپاره ډېر ښه فرصت دی، خو د مرستندويه موادو د انتقال لپاره يوه ډېره بده لار ده. په خبره يې د کافي مرستو د برابرولو يوازينۍ لار دا ده، چې له اوربند وروسته د موټرونو کاروان له لارې غزې تړانګې ته ورسول شي.

د امريکا د نړيوال پرمختګ ايجنسۍ پخواني سيمه ييز رئيس دايف هادن ويلي، چې د امریکا ياده کړنه سمبوليکه او بې اعتباره ده.