چيني ستورمزلو له فضايي سټېشنه بهر د دې سټېشن د ترمیم دندې تر سره کړې
CMG2024/03/03 14:50:03
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو انجينرۍ دفتر خبر ورکړی، چې د دغه هېواد درې ستورمزلو  چې په شنجو-۱۷ فضايي بېړۍ کې فضايي سټېشن ته ليږدول شوي، د مارچ د ۲مې نېټې په ۱۳ بجو او ۳۲ دقيقو په دوهم ځل له فضايي سټېشنه بهر ووتل او په څه باندې اتو ساعتونو کې يې په برياليتوب سره ټولې دندې تر سره کړې.

درېواړو ستورمزلو د خپلو دندو پر مهال د چين د فضايي سټېشن د لومړۍ (تيان هه) برخې پرزې ترميم کړې دي.


دا لومړی ځل دی، چې د چين ستورمزلي له فضايي سټېشنه بهر د دغه سټېشن پرزې ترميموي.

ياد درې ستورمزلي به په فضا کې د خپل مارموريت په موده کې یو لړ عملي او تخنيکي ازموينې ترسره کړي.