د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرس دوهمه عمومي غونډه او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې دوهمه عمومي غونډه به په جلا جلا توګه د مارچ په پنځمه او څلورمه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه بېجينګ کې پرانيستل شي. هر څوک چې غواړي د چين په اړه ښه وپوهېږي، بايد دغو دوو مجلسونو ته پاملرنه وکړي. ځکه دغه دوه مجلسونه د چين د سیاسي نظام مهم مجلسونه دي او د چين د ټولنې او اقتصاد د پرمختګ د ښودنې يوه مهمه کړکۍ بلل کېږي.