د الجزاير ولسمشر: له ایران سره به اړيکې لوړې کچې ته ورسوي
CMG2024/03/04 12:00:17
شريکول:

د الجزاير ولسمشر عبدالمجيد تبون د مارچ په ۳مې نېټې د دغه هېواد په پلازمینې الجزيره کې رسنيو ته ويلي، چې له ایران سره به په لوړې کچې اړيکې پياوړې کړي.

 الجزایر او ایران په همدې ورځ د همکاريو یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي، چې پکې د انرژۍ، د نويو شرکتونو تاسیس، سیلانۍ، مطبوعاتو، سپورټ او ځينې نورې برخې شاملې دي.

عبدالمجيد تبون د تړونونو له لاسلیک وروسته له خپل ایراني سیال محمد ابراهيم رئيسي سره ګډه خبري غونډه ترسره کړې او ويلي يې دي، چې الجزاير او ایران تل د رښتينو ملګرو او نږدې همکاريو پر بنسټ اړیکې جوړې کړي او اوس پلان لري، چې خپلمنځي اړيکې لا لوړې کچې ته ورسوي.


عبدالمجيد تبون له فلسطین څخه د ایران د مشر له ملاتړه هم مننه کړې ده.

ابراهيم رئيسي ويلي، ايران له الجزاير سره ټینګې او ژورې اړيکې لري او ټينګار يې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکرۍ باید د ځوانانو پر تګ راتګ تکیه ولري او باید پراختيا ورکړل شي.

نوموړي ويلي، ايران او الجزاير د فلسطینيانو پر وړاندې د اسرائیل د نژادي تصفيې او جنګي جنایتونو په اړه یو شان دریځ لري.