اسرائیلي ځواکونو په غزې کې د مرستندويه توکو د ويشلو پر یوه مرکز برید کړی
CMG2024/03/04 10:03:09
شريکول:

د فلسطين د غزې روغتيا ادارې د مارچ په درېيمې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرئیلي ځواکونو په همدې ورځ غزې تړانګې کې د مرستندويه توکو د ويشلو پر مرکز برید کړی، چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو په داسې حال کې پر ياد مرکز برید کړی، چې ګڼ شمېر فلسطينيان د اوړو ترلاسه کولو ته په انتظار وو.

د پېښې ټپيان د غزې شفا روغتون ته لېږدول شوي، خو د ډېرو ټپيانو حالت نازک ښودل شوی دی.

اسرائیل تر اوسه د دې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.