سیرګي لاوروف: که لوېدیځ د روسیې سرمايې ضبط کړي، نو مسکو به هم ارام کېنني
CMG2024/03/04 10:03:52
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سیرګي لاوروف د مارچ په دويمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، که لوېديځ هېوادونه د روسيې سرمايې ضبط کړي، نو مسکو به هم ورته ځواب ورکړي.

په دې وروستیو کې یو شمېر لوېدیځو هېوادونو د روسیې د بهرنیو شتمنیو د ضبطولو موضوع را پورته کړې ده.

لاوروف د انتالیا په ډیپلوماتیک فورم کې د ګډون په پار ترکیې ته تللی او هلته یې د روانې میاشتې په دویمې نېټې یوې خبري غونډې ته يادې څرګندونې کړي او ويلي يې دي، که لوېديځ يې شتمنۍ کنګل یا ضبط کړي، نو مسکو به خامخا ځواب ورکوي او لويديځو هېوادونو ته په روسیې کې د پانګو د نه بېرته ورکولو شونتيا به هم پکې شامل وي.

نوموړي د لوېديځ له لوري د روسیې د سرمايو د ضبطولو کړنه له غلا سره ورته بللې ده.