ايا د چين اقتصادي حالت ښه نه دئ؟
cmg2024/03/04 12:44:50
شريکول:

په وروستيو کې د پيسو نړيوال صندوق د چين د اقتصادي ودې سږنۍ وړاندوينه لوړه کړې او د دې وړاندوينې پر بنسټ يې د نړيوال اقتصاد او د اسيا د نويو سمسورو اقتصادونو د پرمختګ وړاندوينه هم لوړه کړې ده. سربېره پر دې د  يو بي اس او ګولډمن په شمول ځينو نړيوالو پولي ارګانونو هم په وروستيو کې په خپلو راپورونو کې دې ته اشاره کړې چې چين تر کرونا وبا وروسته په روان کال کې د مصرفي او خدماتي چارو د بيا احيا تمايل ساتلی دی. د (The Economist) په شمول د ځينو فکري ارګانونو د اټکل له مخې روان کال به د چين اقتصادي بنسټ لا غښتلی وي.

د امريکا د ستراتيژۍ او نړيوالو مسئلو د څېړنيز مرکز په شمول ارګانونو د برقي موټرو د بېټري، الکترونيکو توليداتو او کانونو په ساحو کې د چين صادرات هم وستايل او په دې اند دي چې په نړۍ کې د چين ډېرې چارې او صنعت مخکښ رقابت لري.

بهرنۍ تصدۍ هم د چين د پرمختيايي راتلونکې په اړه خوشبينې دي او په جلا جلا توګه يې خپلې پانګې زياتې کړې دي. د چين د فوجيان ولايت په جانګ جو ښار کې د چين او سعودي عربستان د ګولۍ د ايتيلين پروژې د عمده برخې جوړونه پيل شوه چې عمومي پانګه يې ۴۴ ميليارده او ۸۰۰ میليونه يوانه دي.  په ورته وخت کې د امريکا (Exxon Mobil) شرکت به د ګوانګ دونګ ولايت په هوي جو ښار کې  د ايتيلين د هغې پروژې لپاره چې پانګه يې له دېرشو ميلياردو يوانو څخه اوښتې، سل ميليارده يوانه نوره پانګونه وکړي. تازه شمېرنه ښيي چې د روان کال په فبرورۍ کې په چين کې د بهرنيو پانګوالو له خوا د جوړو شويو تصديو شمېر ۴۵۸۸ ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال  د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۷۴ اعشاريه ۴ زياتوالی ښيي.

ولې دغو نړيوالو سازمانونو او بهرنيو تصديو د چین اقتصاد ته د باور وړ رايه ورکړې، عمده لامل يې دا دی چې د چين اقتصاد په ثبات کې خپل پرمختګ ساتلی دی.

تېر کال د چين د کورني توليد عمومي ارزښت له ۱۲۶۰۰۰ ميلياردو يوانو څخه اوښتی چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځه اعشاريه دوه زيات شوی دی. له دې کبله چين د نړيوال اقتصادي پرمختګ تر ټولو لوی انجين هم ګرځېدلی دی. د ۲۰۲۴م کال په پيل کې چين د فلمونو، رستورانټونو او سیلانیزو چارو په ډېرو برخو کې هم ښې پايلې تر لاسه کړې دي. د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې د پسرلني اختر په موده کې د چين د مهمو توکو د خرڅلاو او د رستورانټونو د خوړو د پلورلو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته اعشاريه پنځه زيات شوی دی. په همدې موده کې په ټول هېواد کې د فلمي ټکيتونو ارزښت اته ميلياردو او ۱۶ میليونه يوانو ته رسېدلی او د کتونکو شمېر يې ۱۶۳ ميليارده تنه ښودل شوی دی چې دغه شمېرنو ټول په همدې موده کې نوي ريکارډونه جوړ کړي دي.

د چين د اقتصاد د بيا احيا لامل نه يوازې له پراخ بازار سره بلکې د حکومتي تګلارې له قوي ضمانت سره تړاو هم لري. تېر کال د چين حکومت تصديو او شخصيتونو ته څه باندې ۲۲۰۰۰ ميليارده يوانه پورونه ورکړي او د تصديو پر وړاندې يې څه باندې ۲۲۰۰ ميليارده يوانه ماليات کم کړي دي.

 په نړۍ کې ځينو کسانو تل ناسمې څرګندونې کړې چې وايي د چين اقتصاد خراب شوی او بهرنۍ پانګونې له چين څخه وتلې دي، خو د چين اقتصاد تل د پرمختګ ښه تمايل ساتلی او خپل نامحدود پټ قوت يې ښودلی دی.  چين چې بازار يې په نړۍ کې له ډېرو پټو قوتونو او خوځنده ځواک څخه برخمن دی، د خپل اقتصادي پرمختګ له لارې د نړيوالو تصديو، پانګوالو او همکارانو لپاره بې شمېره سوداګريز فرصتونه برابر کړي او د دې هرکلی کوي چې بېلا بېل هېوادونه د چين له اقتصادي پرمختګ څخه ګټه واخلي.