سعودي عربستان د تيلو د توليدي اندازې کمښت تر جون وغځاوه
CMG2024/03/04 11:10:45
شريکول:

د سعودي عربستان خبري اژانس د مارچ په ۳مې نېټې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت د چارواکو په قول خبر ورکړی، چې د سعودي د تېلو د ورځني توليدي اندازې د کمولو تدبیر، چې د ۲۰۲۳ کال له جولای څخه يې پیل کړی، د روان کال د جون تر پايه وغځوي.

سعودي عربستان د تېر کال له جولای راهيسې، د تېلو په ورځني توليد کې په خپلې خوښې يو ميليون بېلره کم کړي دي.

سعودي د خپل یاد تدبیر موخه د تيلو نړیوال مارکېټ کې د ثبات او برابرۍ په پار د "اوپیک +" هیوادونو له هڅو څخه ملاتړ بللی دی.

سعودي چارواکو ويلي، چې د ياد تدبیر په پلي کېدو سره به یې د سعودي د تيلو ورځنۍ تولیدي اندازه شاوخوا ۹ ميلیون بېلره وي او ور پسې به د توليدي اندازې د کمښت داسې اضافي تدبيرونه په تدریجي ډول بازاري شرایطو ته په کتو تنظيم شي.