شي جين پينګ شهباز شریف ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2024/03/04 10:04:30
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۳مې نېټې شهباز شريف ته د پاکستان د نوي صدر اعظم د ټاکل کېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې باور ښودلی، چې پاکستان به هرومرو د صدراعظم شهباز شريف او نوي حکومت په مشرۍ او د دغه هېواد د مختلفو ټولنو په ګډو هڅو سره لا سترې پرمختيايي لاسته راوړنې ولري.

د چين صدر اعظم لي چيانګ هم په همدې ورځ ښاغلي شهباز شريف ته د مبارکۍ پيغام استولی دی.