د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس دوهمه غونډه به د مارچ د ۵مې نېټې په سهار پرانيستل شي
CMG2024/03/04 15:07:25
شريکول:

 د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس دوهمې غونډې د مارچ په ۴مې نېټې د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې خبري ناسته ترسره کړې ده.

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د دوهمې غونډې ویاند لو چين جیان د سبانۍ غونډې د اجنډا او د ملي ولسي کانګرېس د اړوندو کارونو په اړه د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنې ځواب کړي دي.

لو چين جيان ويلي، د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس دوهمه غونډه به د مارچ د ۵مې نېټې په سهار پرانيستل شي او د مارچ د ۱۱مې نېټې په ماسپښین به پای ته ورسيږي.

 دغه غونډه به ۷ ورځې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به يې ۳ عمومي ناستې ترتيب او ټولټال به پر ۷ اجنډاوو خبرې وکړي.