هر تبعه د هېواد د پرمختګ په پروسه کې د ګډون فرصت لري
CMG2024/03/04 19:35:26
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دوې غونډې د هر کال په مارچ مياشت کې ترسره کېږي او او دا دوې غونډې د چين د پرمختګ او له نړۍ سره د اړیکو نږدې کېدو له لارې د لا زياتو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو پاملرنې جلبوي. زيات شمېر بهرني ملګري پوښتنه لري چې د چين دوې غونډې څه ډول دي؟

لومړۍ، په دغو دوو غونډو کې د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړي څوک دي؟ ويلای شو چې دغه غونډې د چين د رښتیني ډيموکراتيک سياست انعکاس دی او د دې غونډو استازي د ښوونې، صنعت، خدمت او روغتيا په شمول له بېلا بېلو  برخو څخه راغلي دي، کله چې دغه استازي په دې دوو غونډو کې له ګډون وروسته بېرته خپل ژوند ته ستنېږي، دوی عادي خلک هم دي. په دې دليل دوی کولای شي د عادي خلکو تر څنګ چارې ترسره کړي، د عادي خلکو لپاره د پاملرنې وړ کارونه د لايحې او وړانديزونو په توګه دغو دوو غونډو ته وړاندې کولای شي، په دې وجه به جوړېدونکې تګلارې په رښتنې ډول عادي خلکو ته خدمت وکړي.

د يوې بېلګې په توګه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړې، د ګوانګ شي د ګوانګ قوم خپلواکې سيمې د نان نينګ ښار د څلورم ولسي روغتون نرسې دو لي چيون د خپلو کارونو په بهير کې د ډېرو هغو ناروغانو حالت ليدلی، چې پر نادره ناروغيو اخته کېږي، نو په دې ډېره پوهېږي، چې د دغه ډول ناروغانو د درملنې په ترڅ کې ډېرې ستونزې شته او هغې د دې ستونزو د حل لپاره د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غونډې ته وړانديز وکړ. د دې وړاندیز د چين د روغتيا د ملي کمېټې لخوا اخيستل شوی او په نادره ناروغيو د اخته ناروغانو د درملنې او خدمت لپاره تګلاره جوړه شوې، نو د دغو ناروغانو د طبي لګښت د کمولو او د دوی د درملنې په ترڅ کې واقعي ګټې رامنځته شوې. دا د عادي خلکو د وړانديز پر بنسټ په دولتي تګلاره کې د بدلولو مثال دی.

په حقيقت کې د ۲۰۲۳م کال په دوو غونډو کې، بېلا بېلې دولتي څانګې د ملي ولسي کانګرس د استازو او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د غړو نږدې ۴۷۰۰ وړانديزونه اخيستل شوي او د دغو وړانديزونو له مخې څه د پاسه ۲۰۰۰ اړوندې تګلارې صادرې شوې دي. دغه ټول وړانديزونه او نظريې د اقتصادي پرمختګ او د عادي خلکو لپاره د پاملرنې وړ مسئلو په اړه وې. د ملي ولسي کانګرس استازي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړي په دې پوهېږي، چې دوی ډېر درانه مسوولیتونه لري او بايد خلکو ته خدمت وکړي. دوی له خلکو څخه راغلي دي او د خلکو د اوازونو استازيتوب کوي. دوی د هېواد او خلکو سره ژورې اړیکې لري، د خلکو غوښتنې، انديښنې او هيلې ډېرې ښې درک کوي، نو دوی هيله لري، چې د خلکو لپاره د پاملرنې وړ چارې د دوو غونډو له لارې حکومت ته وړاندې کړي. دغه وړانديزونه او نظريې نه يوازې د هېواد د پرمختګ، بلکې د هر وګړي له ژوند سره ژورې اړيکې لري.

د تګلارې جوړولو په بهير کې د خلکو د ګډون او څرګندونې حقونه په دوو غونډو کې ساتل کېږي. د خلکو د استازو له خوا مطرح شوې نظر يې د حکومت د تګلارو د واقعي رول او ډيموکراتيک کېدو هڅونه کړې ده. د دوو غونډو په موده کې مو دا کتلې چې حکومت د تګلارو له جوړولو وروسته د تګلارو رول تعقيب کړی، چې دغه تګلارې ګټورې دي که نه، دوی به د خلکو د غبرګونونو له مخې تګلارې تنظيم او غوره کړي. د خلکو نظريو او د تګلارو رول ته دوامداره پاملرنې او ښه بدلون د ډيموکراتيک بهير کليدي برخه ده.  له دې څخه ښکارېږي، چې حکومت د خلکو د ګټو احترام کوي او د خپلې دندې پر ځای کولو ته مصمم دی.

نو په هر کال کې د دوو غونډو تر سره کولو پر اهميت پوهېدل آسانه دي. د دوو غونډو په موده کې د ملي ولسي کانګرس استازي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړي په ګډه د هېواد د پرمختګ او د خلکو د ژوند په هکله بحث کوي، د ګټورو نظريو تبادله کوي چې خلکو ته به لا زياتې ګټې ورسوي. دغه بهير د ټول بهير ولسي ډيموکراتيک يوه مهمه برخه ده. دا نه يوازې يوه اجنډا ده، بلکې د ډيموکراتيکې تګلارې د جوړولو پروسه هم ده. د دې نظم له لارې هر عام وګړی د هېواد د پرمختګ په بهير کې ګډون کولی شي.