د اروپا او اسيا په چارو کې د چين ځانګړي استازي لي هوی د روسيې د بهرنيو چارو له مرستيال سره کتلي
CMG2024/03/04 10:09:56
شريکول:

د اروپا او اسيا په چارو کې د چين د حکومت ځانګړي استازي لي هوی د ۲۰۲۴م کال د مارچ د ۲مې نېټې په ماښام د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسیدلی او د اوکراين د کړکېچ د هوارۍ په پار يې په دوهم پړاو مسلسلو ډيپلوماتيکو سفرونو پيل کړی دی.

 لي هوی په همدې شپه د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال میخایل ګالوزين سره کتلي او د چين او روسيې د اړيکو او د اوکراين د کړکېچ په اړه يې ورسره ژورې نظر تبادلې کړې دي.

لي هوی ويلي، د اوکراين پر کړکېچ دوه کالونه اوښتي، خو لا هم ورته د حل لاره نه ده موندل شوې او تاریخي تجربې دا ښیي، چې هره شخړه په خبرو اترو حل کيږي او که شخړه هر څومره زياته هم شي، خو د خبرو اترو هڅې بايد ونه دريږي.

نوموړي ويلي، هېواد به یې د سوله ییزو خبرو اترو د پرمخبيولو، د روسيې، اوکراين او نورو اړوندو خواوو ترمنځ د منځګړيتوب، د ګډو نظريو د رامنځته کولو او د اوکراين کړکېچ د وروستي سياسي حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ګالوزين د چين له ځانګړي استازي سره همغږي ښودلې او ويلي يې دي، چې د اوکراين بحران باید بالاخره د خبرو اترو له لارې حل شي او په دې برخې کې يې د چين د ځانګړي او رغنده رول او د دې بحران د حل لپاره د بېجينګ د دوهم پړاو مسلسلو ډيپلوماتيکو فعاليتونو ستاينه کړې او هيله يې ښودلې، چې له چين سره اړيکې نورې هم نږدې کړي.