په کابل کې د پولیو د تشخیص لابراتوار پرانیستل شو.
افغانستان اوس اړتيا نه لري، چې د پولیو سمپلونه د تشخیص لپاره ګاونډيو هېوادونو ته ولیږدوي.
د افغانستان روغتيا وزارت پلان لري، چې د ۲۰۲۴ میلادي کال تر پایه په هېواد کې پولیو له منځه یوسي.