د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس دوهمه غونډه پرانيستل شوه
CMG2024/03/05 09:29:42
شريکول:

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس دوهمه غونډه د مارچ په پنځمې نېټې د سهار په نهو بجو د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه.

د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس، د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو ګډون کړی دی.