چين به د لوړې سويې ورخلاصون پراخ او له مختلفو هېوادونو سره به ګډې ګټې ومومي
CMG2024/03/05 11:20:51
شريکول:

 

د چين صدر اعظم لي چيانګ د مارچ په ۵مې نېټې د دغه هېواد د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د دوهمې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د حکومت کاري راپور وړاندې کړی دی.

د حکومت کاري راپور کې راغلي، چين به د لوړې سويې ورخلاصون پراخ کړي، له مختلفو هېوادونو سره به د همکاريو له لارې ګډې ګټې ومومي، د اقتصاد او سوداګرۍ په اړه به د لوړ معيار نړيوال قواعد مراعات کړي، د نظامونو ورخلاصون به په ثابته توګه پرمخ بوزي، د کورنيو او نړيوالو بازارونو منابع او سرچينې به په ګډه وکاروي، د بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ بنسټيز حالت به وساتي او د اقتصادي همکارۍ او سيالۍ نوی تفاوق به وروزي.

( سپوږمۍ)