په پاکستان کې د سختو اورښتونو له امله ۷۷ کسان وژل شوي
CMG2024/03/05 10:52:29
شريکول:

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ملي ادارې د مارچ په ۳مې نېټې خبر ورکړی، چې د تېرې فبرورۍ له ۲۷مې نېټې راهیسې په دغه هېواد کې سخت بارانونه شوي، چې له امله یې د ۲۱ ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او ۴۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

شمېرې ښيي، چې پاکستان کې د اوسنيو سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۶۹ کورونه او یو پل ویجاړ شوي او د دوو لویو دولتي سړکونو ځینې برخې غورځېدلې دي.

خبر وايي، د پاکستان پوځ، حکومت او ملکي ادارې په ناورین ځپلو سیمو کې د ژغورنې په چارو بوخت دي.