اسرائيلي ځواکونو د غزې پر جنوب بريدونه کړي، ۴۹ فلسطينيان يې وژلي
CMG2024/03/05 10:44:41
شريکول:

فلسطين د مارچ په څلورمې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورخ د غزې پر جنوبي سيمو بريدونه کړي او لږ تر لږه ۴۹ کسان يې وژلي دي.

خبر وايي، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې په جنوب کې پرخان يونس ښار بمباري کړې، چې له امله يې دېرش تنه وژل شوي او په ورته وخت کې يې په رفح کې پر دوو کورونو هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې ۱۹ کسان وژل شوي دي.

د فلسطین روغتيا وزارت په همدې ورځ په يوې اعلاميې کي ويلي، اسرائيلي ځواکونو په رام الله او نابلوس کې هم له فلسطينيانو سره په نښتو کې دوه کسان وژلي دي.