د چین استازي د بشري حقونو د هڅونې او ساتنې په اړه د چين مفکورې بیان کړي
CMG2024/03/05 14:24:02
شريکول:

د ملګرو ملتونو د جنېوا په دفتر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو د مارچ په ۴مې نېټې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۵مې غونډې کې د عالي کمېشنرۍ د راپور د وړاندې کولو پر مهال وينا کړې او د بشري حقونو د پرمختګ او ساتنې په اړه يې د چين مفکورې او وړانديزونه بیان کړي دي.

چن شو دا د نړیوالې ټولنې یو ګډ مسئولیت بللی، چې د ټولو خلکو بشري حقونه وساتي او سوله او پرمختګ يې د بشري حقونو د ساتنې او ودې لپاره مهم بنسټ یاد کړی دی.

نوموړي ويلي، چین د ملي حقيقتونو پر بنسټ د بشري حقونو د پرمختګ پر لارې ټینګار لري او له مساوي بشري حقونو څخه د ټولو قومونو د برخمنېدو هڅې کوي، په هېواد کې يې د مطلبې بېوزلۍ ستونزه حل کړې او د نړۍ تر ټولو ستر روزنېز، ټولنيز تضمین او طبي او روغتيايې سيسټم يې جوړ کړی دی.

چن شو ويلي، د چين حکومت په هېواد کې د ټول بهير ولسي ډيموکراسۍ او د بشري حقونو د عدلي ساتنې ميکانيزم بشپړولو ته دوام ورکوي او د بشري حقونو چارو يې ډېر ښه پرمختګ کړی دی.

نوموړي زياته کړې، چين به له ټولو خواوو سره په ګډې همکارۍ د امنیت او پرمختګ په برخو کې د نړيوالو بشري حقونو د سالم پرمختګ لپاره هڅې وکړي.