د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس دوهمه غونډه به د اقتصاد خبري ناسته ترسره کړي
CMG2024/03/05 15:13:37
شريکول:

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس دوهمه غونډه به د مارچ د ۶مې نېټې په ماسپښین د اقتصادي چارو په اړه یوه خبري ناسته ترسره کړي.

د چین د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې مشر جنګ جه جیې، مالیې وزیر لان فو ان، د سوداګرۍ وزیر وانګ ون تاو، د چین د مرکزي بانک مشر پان ګونګ شنګ، د چین د اسهامو د نظارت او ادارې کمیسیون رئیس وو چینګ به په یادې خبري ناستې کې د پرمختګ او اصلاحاتو، مالي بودیجې، سوداګرۍ او پانډو په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه کورنیو او بهرنیو رسنيو ته مالومات ورکړي او د خبریالانو پوښتنو ته به ځوابونه ووايي.