د هايتی حکومت د مارچ په درېیمې نېټې په لوېديځ ولايت کې د راتلونکو ۷۲ ساعتونو لپاره بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د هايتي پلازمېنه هم په لوېديځ ولایت کې ده او په ورته وخت کې يې حکومت اعلان کړی، چې د قانون د تطبیق اداره به په ياد ولایت کې د شپې ګرځبنديز ولګوي، څو امنيتي حالات عادي شي.
د هايتي حکومت په يوې اعلاميې کې ويلي، وسله والو ډلو د مارچ د دوهمې نیټې په شپې د دغه هېواد پر مرکزي زندان او کريوس ديبوکيټ زندان بريدونه کړي، چې له امله يې پوليسو او د زندان کارکوونکو ته مرګژوبله اوښتې او ګڼ شمېر بنديان يې خوشې کړي دي.
ځايي رسنيو خبر ورکړی، چې پر يادو زندانونو د وسله وال بريد له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او څو زره بنديان له بندخونو تښتېدلي دي.