چين: نړيوال بايد سمندر ته د جاپان اټومي ککړو اوبو د ايستلو پر بهير نظارت پياوړی کړي
CMG2024/03/05 10:08:46
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې د مارچ شورا د مارچ په ۴مې نېټې د ويانا په نړيوال مرکز کې پرانيستل شوه.

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ کې د چين دايمي استازي لي سونګ يادې شورا ته وينا کړې او سمندر ته د جاپان د فوکوشيما د اټومي ککړو اوبو د ايستلو په اړه یې د خپل هېواد دريځ او اصول بيان کړي دي.

نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د جاپان دغه کړنه وڅيړي او باید له نږدې يې نړيوال نظارت پياوړی کړي.

لي سونګ ويلي، جاپان د ګاونډيو هېوادونو مخالفت او د نړيوالې ټولنې اندېښنه له پامه غورځولې او په خپله خوښه يې سمندر ته څه باندې ۲۳۰۰۰ ټنه اټومي ککړې اوبه خوشې کړي او تېره اوونۍ يې په څلورم پړاو سمندر ته د يادو ککړو اوبو د ایستلو بهیر بيا پېل کړی دی.

نوموړي ويلي، د نړۍ يوه هېواد هم په خپل زور او خوښې دغسې کړنه نه ده ترسره کړې او په وينا يې، سمندر ته د فوکوشيما د ذروي ککړو اوبو خوشې کول به ډېرې بدې اغېزې ولري.

 لي سونګ زياته کړې، سمندر ته د اټومي ککړو اوبو ایستل د جاپان شخصې چارې نه دي، بلکې اغېزې يې بې سارې او ټولو هېوادونو ته زيانونه رسولی شي.

جاپان د خپلو ګاونډيانو له مخالفت سره سره سمندر ته اټومي ککړې اوبه خوشې کوي او د اټومي انرژۍ نړيوالې ایجنسۍ غوښتنې يې هم له پامه غورځولې دي او د يادې ایجنسۍ اعتماد او باور ته يې زیانونه رسولي دي.