په ۲۰۲۳م کال کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت له ۱۲۶ ټريليونو پورته و
CMG2024/03/05 10:12:35
شريکول:

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس دوهمه غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه.

د شي چين پينګ په شمول د چين ګوندي او دولتي مشرانو د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و او صدراعظم لي چيانګ پکې د حکومت کاري راپور وړاندې کړی دی.

د حکومت د کاري راپور له مخې، د چين اقتصاد په تېر ۲۰۲۳م کال کې عموماً ښه تمايل ساتلی او د کورني توليد عمومي ارزښت يې له ۱۲۶ ټريليونو اوښتی و، د ۲۰۲۲ م کال په پرتله يې ۵.۲ سلنه زياتوالی ښودلی او د زياتوالي سرعت يې د نړۍ د نورو عمده اقتصادونو په مقايسه مخکښ ځای نيولی دی. دغه راز په ۲۰۲۳ م کال کې د چين په ښارګوټو او علاقه داريو کې ۱۲.۴۴ ميليونه کسان نوي استخدام شوي، د بېکارۍ منځنی انډول پکې شاوخوا ۵.۲ سلنه و، د اوسېدونکو لخوا د مصرفي بيې سويې يې ۰.۲ سلنه لوړوالی موندلی او په نړيوالې ټولنې کې د دغه هېواد عايدات او تاديات برابر ښودل شوي دي.

( سپوږمۍ)