چين سږ کال د کورني توليد عمومي ارزښت ۵ سلنه موخه ټاکلې
CMG2024/03/05 10:48:45
شريکول:

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس دوهمه غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه، چې د چین دولت رئيس شي جين پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو يې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و.

د چین صدراعظم لي چيانګ يادو مراسمو ته د حکومت کاري راپور وړاندې کړی، چې د هېواد د کورني توليد عمومي ارزښت سږنۍ موخه یې پکې ۵ سلنه ټاکلې ده.

راپور وايي، د چين حکومت به سږ کال د هېواد په ښارګوټو او علاقه داريو کې له ۱۲ ميليونو څخه ډېر کسان استخدام کړي او د بې روزګارۍ کچه به ۵،۵ سلنې ته را ښکته کړي.

راپور وايي، سږ کال به په چين کې د اوسېدونکو مصرفي بيې شاخص (CPI) شاوخوا ۳ سلنه زیاتوالی وښيي، د خلکو عاديات به د اقتصادي پرمختګ په سرعت هم زيات کړي، په نړيواله ټولنه کې د عاديداتو او تادياتو برابري به يې په بنسټیز ډول وساتل شي؛ د غلو دانو تولیدي اندازه به یې له ۶۵۰ میلیونو ټنو څخه زیاته وي؛ د هر واحد کورني توليد عمومي ارزښت لپاره د انرژۍ مصرفي اندازه به شاوخوا ۲،۵ سلنه کمه شي او د ایکولوژیکي چاپېریال کیفیت به یې دوامدار ښه والی ومومي.