بېجينګ: د نړۍ له مساوي او منظم څواړخيزم او د اقتصاد له ټولشموله جهاني کېدو بهير څخه ملاتړ کوو
CMG2024/03/05 11:28:32
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د فبرورۍ په ۵مې نېټې د حکومت په کاري راپور کې په اشارې ويلي، چې هېواد به یې خپلواکې سوله ييزې بهرنۍ تګلارې مخته يوسي او د متقابلو ګټو پر بنسټ به پرانېستې ستراتيژۍ ټينګې کړي.

راپور کې ويل شوي، چين به د نړۍ له مساوي او منظم څواړخيزم او د اقتصاد له ټولشموله جهاني کېدو بهير څخه ملاتړ وکړي، د نوي ډول نړيوالو اړيکو ابادي به پرمخ بوزي، له تسلط او ځورونې سره به مخالفت ته دوام ورکړي او نړیوال انصاف او عدالت به وساتي.

راپور وايي، چين به له نړيوالې ټولنې سره د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن وړانديزونه پلي کړي، د انسانانو ګډ ارزښتونه به مروج کړي، د نړيوالې ادارې سيسټم به اصلاح او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړونې ته به وده ورکړي.

(ژباړه: شکريه)