د نيپال صدراعظم نوی ائتلافي حکومت جوړ کړ
CMG2024/03/05 10:38:53
شريکول:

د نيپال صدرعظم پراچاندا د مارچ په څلورمې نېټې د دغه هېواد له کانګرېس ګوند سره همکاري پای ته رسولې او په ائتلافي حکومت کې يې يو ځل بیا د نيپال کمونېست ګوند شامل کړی او کابينه يې تنظيم کړې ده.

پراچاندا په همدې ورځ له دندو څخه د ټولو وزيرانو تر لرې کولو وروسته درې نوي وزيران ټاکلي، چې دوه تنه يې د نيپال د کمونېست ګوند غړي او يو يې د پياوړي خپلواک ګوند غړی دی.

 د نيپال ولسمشريزې ماڼۍ په همدې ورځ يوه اعلاميه خپرې کړې او ويلي يې دي چې درې نويو وزيرانو لوړه کړې او خپلې دندې يې پيل کړې دي.