چين به د عصري صنعتي سیسټم جوړولو ته وده ورکړي
CMG2024/03/05 10:59:50
شريکول:

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس دوهمه غونډه د فبرورۍ د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو لوی تالار کې پرانيستل شوه، چې دولت رئيس شي جين پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو يې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و او د دغه هېواد صدراعظم لي چيانګ پکې د حکومت کاري راپور وړاندې کړی دی.

د چيني حکومت کاري راپور وايي، هېواد به يې د عصري صنعتي سیسټم جوړولو ته هراړخيزه وده ورکړي، د نوي کيفيت تولیدي ځواکونو پراختیا به ګړندۍ او د نوښت لارښوونکي رول ته به بشپړ رول ورکړي او د ساینسي او تخنیکي نوښتونو پر بنسټ به صنعتي نوښت په خوځښت راولي.

دغه راپور زياتوي، د چين حکومت به د عصري صنعت بهير ګړندی کړي، د ټول فاکتور تولید موثريت به لوړ وساتي، د پرمختګ نويو خوځنده ځواکونو او نويو تفوقونو ته به دوامداره وده ورکړي او د ټولنې تولیدي ځواکونه به نوي پرمختګونه ومومي.

(ژباړه: شکريه)