رېموندو په نړيوالې سوداګرۍ هېڅ نه پوهېږي که يوازې يې ځان ناپوهه اچولې؟
CMG2024/03/05 15:13:22
شريکول:


((اوسني موټرونه د داسې ایفون موبایل په شان دي، چې ټایرونه لري، فکر وکړئ، که ميليونونه چيني موټرونه د امريکا په لارو کې روان وي او هره ورځ او هره دقيقه د ميليونونو امريکايانو معلومات راټولوي او بيا يې بېجينګ ته بېرته استوي.....))

يادې ناسمې او بې بنسټه خبرې د امریکا د سوداګرۍ وزیرې ګينا رېموندو ويلې دي.

ګينا رېموندو د ېيل (Yale) ، اکسفورډ (Oxford) او هاروارډ(Harvard) په ګډون د نړۍ په مشهورو پوهنتونونو کې لوړې زده کړه کړې دي، د خطر منونکو پانګونو په مسلک کې يې کار کړی و او د امريکا د يوه ایالت د مشرې په توګه يې هم دنده ترسره کړې وه،  خو اوس يې خیالي او له واقعیت لرې حيرانوونکې خبرې کړې. جوته نه ده، چې هغه په نړیوالې سوداګرۍ پوهېږي که يوازې يې ځان ناپوهه اچولې؟

د رېموندو يادې خبرې د امريکا د نيمګړتياوو ښکارندويي کوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د رېموندو خبرو ته په غبرګون کې ويلي، ايا رېموندو په تلويحې ډول نړيوالو ته ويلي، چې ايفون (iPhone) ، ټېسلا (Tesla) او آن  بوينګ (Boeing)  شرکتونو له اوږدو مودې راهيسې ډېټايي يا معلوماتي اسرار بېرته امريکا ته استولي او هر وخت امکان لري چې د واشنګټن لخوا بند شي.

ډېرو بهرنيانو هم په ټولنيزو رسنيو کې تبصرې کړې دي، چې رېموند تل زړه بوږنوونکې خبرې کوي او رغنده بحثونه نه خوښوي. ځينو نورو خلکو بيا ليکلي، چې رښتيا ده چيني موټرونه تر امريکايي موټرونو ښه او بيې يې مناسبې دي.

په حقيقت کې په امريکا کې د چين لخوا جوړ شوي برېښنايي موټرونه ډېر کم ليدل کېږي، ځکه امريکا د چين له موټرونو څخه ډېر لوړ ګمرکي ماليات اخلي، خو ځينې امريکايي سياستوال بيا هم د چين توليدات ګواښ بولي. امريکا د تېر کال په ډسمبر کې اعلان کړی، چې که د موټرونو امریکايي تصدۍ په ۲۰۲۴م کال کې د چین لخوا جوړې او بسته بندې بيټرۍ وکاروي، نو له مالياتو څخه به معاف نه شي. سپينې ماڼې د روان کال د فبرورۍ په پای کې اعلان کړی، چې د چين د هغو موټرونو په اړه به پلټنه پيل کړي، چې له انټرنېټ سره نښلول او د امريکا ملي امنيت ته ګواښ بلل کېږي.

 نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې واشينګټن د چين د برېښنايي موټرونو د تخنيکونو په اړه پلټنه پيل کړې او اوس پلان لري، چې د چين له موټرونو ٪ ۲۵ اضافي ګمرکي تعرفې واخلي.

يو لړ پېښې د دې ښودنه کوي چې ريموندو ځکه د چين له برېښنايي موټرونو څخه د امريکايانو کرکه راپاروي، چې هغه د امريکا د اقتصادي او سیاسي موخو پوره کول غواړي.

د امريکا د موټرونو صنعت په شلمې پېړۍ کې په نړۍ کې مخکښ ځای ونيوه، خو په ۲۱مې پېړۍ کې سوکه سوکه کمزوری شوی. چين له وروستيو کلونو راهيسې د برېښنايي موټرونو په څېړلو او جوړولو کې هڅې ګړندۍ کړې او د موټرونو د جوړولو مکمل صنعتي ځنځير يې جوړ کړی دی. په ۲۰۲۳م کال کې د چين يو ميليون او ۲۰۳ زره عرادې برېښنايي موټرونه نورو هېوادونو ته صادر شوي چې دغه رقم د ۲۰۲۲م کال په پرتله نږدې ٪ ۸۰ زياتوالی ښيي.

د چين د موټرونو برانډ بي وای ډي (BYD) د تېر کال په څلورمه ربعه کې ډېر ګرم بازار موندلی او د برېښنايي موټرونو پلور يې د امريکا تر ټېسلا (Tesla) هم زيات دی او په لومړي ځل يې د نړۍ لومړی ځای نيولی دی. ځينې امريکايي سياستوال له دې امله ډېر اندېښمن دي، خو هغوی د خپلو تخنيکونو او وړتياوو د لوړولو هڅه نه کوي، بلکې خپل تمرکز د نورو هېوادونو د پرمختګ پر مخه نيولو کوي. رېموندو ځکه جعلي خبرونه خپاره کړي، چې يو مهم لامل يې دا دی، چې د واشنګټن د سوداګرۍ او پانګې اچونې په هکله د حمايت غوښتونکو تګلارو د تطبیق لپاره عامه افکار او د خلکو نظريې کنټرول کړي.

د اقتصاد نړيوال کېدو بهیر په جریان کې ازادې سیالۍ بنسټيز اصل بلل کېږي او هېوادونه له اقتصادي لحاظه يو پر بل ټينګ تړلي دي. ايفون موبایل د امریکا لخوا په يوازي ځان نه شي توليد کېدای او امريکا د نورو هېوادونو له همکارۍ پرته نه توانېږي چې د خپلو برېښنايي موټرونو صنعت ته لوی پرمختګ ورکړي. له نورو هېوادونو سره د همکاريزو اړيکو پرېکون به د امريکا په دننه کې د موټرونو بیو د لوړېدو او د برېښنايي موټرونو د ترویج د ځنډېدو سبب وګرځي او په ټوله کې به د امريکايي مشتريانو او صنعتي پرمختګ ته زيانونه ورسوي.

څوک د نورو د پرمختګ د مخنيوي له لارې ځان نه شي پياوړی کولی، اغلې رېموندو دې نورې بې بنسټه خبرې نه کوي او د خپل هېواد د موټرونو صنعت د پیاوړتيا لپاره دې رښتينی کار وکړي.