د چين اقتصاد نړیوال اقتصاد ته څه ګټې رسولی شي؟
CRI2024/03/05 15:22:48
شريکول:

د چين دوه ملي غونډې، چې يوه يې د ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډه او بله يې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډه ده، اوسمهال په پلازمېنې بېجينګ کې روانې دي. دغه غونډې د بهرنيانو لپاره د چين د پرمختګ او تګلارو د څار کړکۍ بلل کيږي. چین کابو يو ميليارډ او څلور سوه ميليونه نفوس او ډېر لوی بازار لري او د منځني عايد لرونکو کسانو شمېر يې هم په نړۍ کې تر ټولو زيات دی، نو د ورخلاصون دوام يې پدې مانا دی، چې چينايان د ښه ژوند په لټون دي او د دې ترڅنګ له نورو هېوادونو سره هم د پرمختګ فرصتونه شريکوي.