شي جین پينګ د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره خبرې اترې وکړې
CGTN2024/03/06 20:41:29
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۶ مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴ مې ملي کمېټې د دوهمې غونډې په څنډه کې د دې غونډې له  ګډونوالو څخه د حال احوال پوښتنه کړې او د هغوی نظريې او وړانديزونه يې اورېدلي دي.

دغه ګډونوال د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په ملي کمېټه کې د دريو برخو (چيني کوهمينتانګ انقلابي کمېټه، د ساينس او ټېکنالوژۍ، د چاپېريال او سرچينې) د ګډې ډلې د غړو په توګه دنده پر غاړه لري.