د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مشرانو په ګروپي بحثونو کې ګډون کړی
CMG2024/03/06 10:30:13
شريکول:

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مشرانو د مارچ په ۵مې په جلا جلا توګه د دې کمېټې د غړو په ګروپي بحثونو کې ګډون کړی.

د مثال په توګه، د یادې ملي کمېټې مرستیال رئیس وانګ یونګ په همدې ورځ د دغه کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې د دوهمې غونډې د اقتصادي چارو غړو سره په مباحثوي غونډه کې ګډون کړی او په خبرو کې یې ويلي، د چين کمونېست ګوند تېر کال د عمومي منشي شي جين پينګ په رهبرۍ او په نوې زمانې کې د نوموړي د چیني ځانګړتیا لرونکې سوسياليستي ايډيالوژۍ تر علمي لارښوونې لاندې لويې ملي چارې ترسره کړي او ښې لاسته راوړنې لري.

نوموړي ويلي، مونږ بايد د چيني شکله عصري کېدو ترويج ته دوام ورکړو، په نوې زمانې کې باید د لوړ کيفيت پرمختګ ته لومړیتوب ورکړو ، د ولسي سیاسي مشورتي د پوره جریان  ډيموکراسۍ له بې ساري غوره والي څخه باید ګټه پورته کړو او د يو پياوړي هېواد د ابادۍ او د ملي سمسورتیا بهیر د چټکتیا لپاره باید هراړخيز خدمتونه وکړو.