د برلین د سیلانیزو چارو سږنی نړیوال نندارتون د مارچ په ۵مې نېټې پرانیستل شو، چې درې ورځې به دوام ولري.
د مالوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې د شاوخوا ۱۷۰ هېوادونو او سیمو څه دپاسه ۵۵۰۰ تصديو برخه اخيستې او اټکل کېږي، چې شاوخوا سل زره نندارچیان به ترې لېدنه وکړي.
د چین د نندارې پلاوي هم په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.
په جرمني کې د چین سفیرې ځنګ ژو ینګ د برلېین د سیلانیزو چارو سږني نندارتون کې د چيني نندارځي د پرانيستلو پر مهال ويلي، چې په دغه نندارتون کې د چیني پلاوي ګډون نړیوال سیلانیز بازار ته د چین د پوره ستنېدو نښه ده.
نوموړې ويلي، چین د لا زیاتو بهرنیو سیلانیانو هرکلی کوي.